د ما رچ اتمه ،افغانی ښځی، اواجتماعی عدالت
انجینر محمود صافی انجینر محمود صافی

د مارچ  ۸(۱۸۵۷) دنیویارک دښار کارګرو  ښځودحقوقو داخیستلو دپاره په تظاههراتو لاس پوری کړه . چه دا ورځ بیا یوه تاریخی ورځ دښځو دحقوق دپاره وګڼل شووه.دجرمنی د سوسیال دمو کرات پا رټی غړی کلار زاتکین دښځو دپیوستون او دهغوی دمبارزو دحقوقو داعاده دپاره جهانی ورځ پیش نهاد کړه .په  ۱۹۷۵ کا ل دملګرو ملتو سازمان د ښځو دکال په نوم ونوماوه .او  ۱۹۷۷ یونسکوبیا  دښځو دیووالی دجهانی ورځی په نوم اعلان کړه.او دا دی هره ورځ ۸ مارچ دښځو دنړیوالی ورځ په نوم جهانیان پیژنی .ددی ورځی په معنی کی په حقیقت کی ډیر لوی مفهوم پروت دی. که چیری ښځی نوای نو اجتماعی نظام به نه ووه.او همدا رنګه ښځی خدای دنارینو سره برا بر اومساوی دنیا ته تحفه کړی او همدارنګه د دنیا ټول بشری ، او معنوی  ارزښتونه ښځو روزلی دی .او ښځه لطیف جنس ،رقیق قلبه ،حسا سه، دمحبت اوصمیمت دپاره دنیا ته راغلی ده . ښکاره خبره ده چه ددنیا نوابغ همدا ښځو روزلی دی. ښځی دبشری ټولنی اساسی کړی تشکیلوی او داحقیقت رشتیا ه دی چه وایی هغه لاس چه زانګو زنګوی هغه جهان زنګویاو دښځی اومور لاس دی .ښځه داینده نسل مسوله او دسالم چاپیر یال جوړونکی ده .دښځو رول ته په بشری نړی کی خورازیات دی دمترقی او پر مخ تللی جهان  دښځو ژوند او کارنامی خورا اوږد داستان دی .چه لیکل یی ددی لیکنی تر حوصله پو رته دی راځو مونږ دخپل ګران افغانستان  چه ددریم جهان دخورا وروسته پاتی      مما لکو دجملی څخه ګڼل کیږی او تقریبأ  (۵۰۰۰) کلن تاریخی دوری او افتخارات لری او اوسنی دالکترون دانقلاب په عصر کی په ګران افغانستان کی دښځو  په ازادی او حقوقو یوه لنډه اوګذرا کتنه کووه .زمونږ ګران افغانستان چه تقریبأ  (۳۰) میلونه وګړی لری دنیم څخه زیاته برخه ښځی تشکیلوی بد بختی ،او واقیعت دادی چه ښځی په افغانستان کی او په افغانی ټولنه کی ډیر اسیب پذیر قشر دی افغانستان په منطقوی لحاظ په ښاری او اطرافی برخو ویشل ګیږی .دادی پوره لس کاله ګیږی چه په افغانستان کی غربی دیمو کراسی په اصطلاح حقوق بشر دګرم شعار لا ندی تجربه ګیږی چه بنیاد ګرایی مذهبی پری منګولی ښخی ګړی دی او همسایه هیوادونه بد بختانه ورته په کمین کی ناست اوانتظا رلری چه لوبه اوبازی اوپراتیفی به کوم طرف استقامت ونیسی دا به وخت ٍثابته کړی.جامعه دبنیاد ګرایی مذهبی په لمبو کی سوځیږی داینده دپاره په کی هیڅ رڼایی نه لیدل ګیږی .ولږه ،بی کوری ،غریبی،در بدری ،قیمتی ،بیکاری ، مرضونه او داسی نور چه زمونږ خلک ورسره لاس اوګریوان دی.چه خورا ښکاره مثالونه یی دکابل ښار په دننه کی هغه ښځی چه دخپلو بچو سره دخیمو او واورو لاندی یخی شپی او ورځی تیروی.داړانده ډاړه ماران ، زور واکان ،دا دډالرو لیوانیان ،باید په دی پوه شی چه دازورواکی هم پای لری.او دا ورځ تاریخ ثابته کړی ده  چه زور واکی زوال لری بیا به تاریخ تکرار شی .او چیرته به دغرنی مرغانو غوندی سوری لټوی چه سرونه پټ کاندی .او شاه خپله بر بنډه پریږدی .انواع اواقسام داجتماعی ظلم او ستم دښځو په برخه کی په خپل قوت پاتی دی .چه په لنډ ډول یادونه کووم .

دښځو سنګسارول ،دښځو په صورت باندی تیزاب پاشی ،دښځو اوانجنو پزی پری کول،اجباری ودونه اودودونه ،ولور اوپلورل ،خرځول او دحیواناتوسره بدلول ، په غرنیو سیموکی دغره څخه لرګی ښکته کول ،غنم اوړه کول ،په جمعه بازار کی دښخو خرڅول،دښځو تښتول ،په زور نکاح کول ،اوداسی نور جنایات دی ،افغانی تولڼه یوه اسلامی تولنه ده دلته عربانو (۱۸۰) کاله جنګونه اوشخړی کړیدی .تر څو چه افغانستان مسلمان شویدی.کور په کور مرګونه اوجزاګانی زمونږ بیچاره ولس ګاللی اصلآپه اسلام کی دښځو دپاره ستر عورت دی چه دمخ پټول پکی جایز ندی .بورقه یا چادری دازمونږ افغانی لباس ندی بورقه یا چادری  دادشرم ډک رالیږل شوی لباس زمونږ په خلکو تپل شوی دی .دالباس هیڅ افغانیریشه نلری افغانی اصیل لباس دښځو دپاره پوړنی یا تیکری دی.چه ننی کوچیان تری استفاده کوی.افغانی ښځی په غمونواودردونو دزمانی دازمون څخه راوتلی دی مونږ باید هغه قهرمانو ښځو ته چه  خپل جګر ټوتی یی د سکر ۲۰،۴۰،۶۰،  اوکلستراومل  ورسره د ستنګر قربانی شوی دی دعمیق احترام او تعظیم سرښکته کړو.لری نده چه زمونږ دکور دښمنان به تور مخ او ځوړند سرونه داد بازانو او عقابانو ځاله ازاده پریږدی .زمونږ خلک اجتماعی عدالت غواړی او داسی افغانی زعامت غواړی چه دملی وحدت مبتکر،فعال،اوسمبول وی چه زمونږ ښځی او نارینه اوږه په اوږه خپل وران کور ودان کاندی اوافغانستان به ددنیا دسیالانو سره سیال شی او په ځان تکمیل اوغښتلی شی.په درناوی افغانی ښخی دی سر لوړیاو بریالی وی.

 

 


March 7th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي